Site icon

د بحرین سلطنتي بشري بنسټ له افغان زلزله ځپلو سره مرسته کوي

Advertisements

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د بحرین د سلطنتي بشري بنسټ  سره افغان زلزله ځپلو ته د مرستې رسولو په هدف د یو میلیون امریکايي ډالرو تړون د لاسلیک کېدو خبر ورکړ.

د دغه کمېشنرۍ په اعلامیه کې راغلي د یاد تړون په اساس چې په کابل کې لاسلیک شوی دی، د بحرین سلطنتي بشري بنسټ د افغانستان په جنوب ختیځ کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مرستې رسونې له هڅو څخه ملاتړ کوي.

دغه سیمې د روان کال د جون پر ۲۲مه د مرګونې زلزلې شاهدې وې، د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په دغه زلزله کې څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه او ۳۰۰۰ نور ټپيان شول.

د بحرین د سلطنتي بشري بنسټ مشر ډاکتر مصطفی السید هم ویلي چې دغه مالي مرسته په ټوله نړۍ کې د سلطنتي بشري بنسټ د هڅو په دوام تر سره کیږي.

هغه ویلي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري، هغه بنسټ دی چې بشري مرستې په زیات سرعت سره چې هر ځای اړتیا وي وړاندې کوي.

افغانستان په تیرو څلورو لسیزو کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله سخت زیانمن شوی چې له امله په میلیونونه اوسېدونکي له قحطۍ او لوږې او له خپلو سیمو څخه بېځایه کېدو سره مخامخ شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د دوی د معلوماتو په اساس ۲۴ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې همدارنګه ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۳.۵ میلیون کسان د جګړو او همدارنګه ۱.۶ میلیون نور د طبیعي افتونو په ځانګړي ډول وچکالۍ له امله بېځایه شوي دي.

Exit mobile version