ښاروال له غره ختونکو غوښتې چې له غره ختلو مخکې د جنازې لګښت ورکړئ

د فرانسې د سن جیرفیه ښاروال ویلي، په مونت بلانک غره کې وضعیت دومره خطرناک شوی چې ختونکو ته یې ویل کېږي که د غر ختنې ټینګ هوډ لرئ، نو سختیو کې د ژغورلو لپاره باید لا له وړاندې ۱۵ زره یورو ورکړئ او د مړینې په صورت کې د جنازې د مراسمو د سمبالښت لپاره هم پیسې تادیه کړئ.
وروستیو کلونو کې ډېرو خلکو په مون بلان کې خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.
د سان جیرفیه ښار – چې د غره په ډډه کې پروت دی او لوړوالی یې هم ۴۸۰۰ متره دی – ښاروال جان مارک بیلیکس ویلي، څوک چې د دوی خبرداری په پام کې نه نیسي، نو په اصل کې له “روسي رولېت سره لوبې کوي”.
د تودوخې د کچې لوړېدو سره هلته د لویو ډبرو راښویېدو خطر ډېر شوی دی.
ښاروال وايي، د یوه تن د ژغورلو لګښت ۱۰ زره یورو دی او د جنازې او تدفین د مراسمو مصرف یې هم پنځو زرو یورو ته رسېږي.
دی وايي، که تاسو لا له مخکې دا پیسې ورنه کړئ، نو د فرانسې مالیه ورکوونکي به یې ستاسې پر ځای ور نه کړي.
ښاروال پر ځینو هغو غر ختونکو نیوکې کړې چې خطر په پام کې نه نیسي او هلته یې د مړینې لوړ خطر بابیزه ګڼلی دی.

 

%d bloggers like this: