له افغانستان څخه د تازه میوو صادرات زیات شوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې دمعلوماتو له لمخې د تېر کال په پرتله پاکستان او هندوستان ته د تازه میوو صادرات زیات شوي.
د دغې خونې مرستیال یونس مومند رسنيوته وویل، د تېر میلادي کال په ورستیو شپږو میاشتو کې د صادراتو کچه ۴۸۰ میلیونه ډالره وه خو د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه کچه ۷۵۰ میلیونو ډالرو ته پورته شوې.
د مومند په خبره، که د تازه میوو صادرات په همدې ډول روان وي ښايي د صادراتو کچه تر راتلونکو څو میاشتو پورې څو چند لوړه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د افغانستان د تازه میوې صادرونکو ویلي وو، چې د تېر کال په پرتله یې د خټکیو او انګورو په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی.
دوی ویلي، چې د بزګرانو مصارفو ته په کتو د خټکیو او انګورو قیمتونه ټیټ دي او د مناسب مارکېټ نشتون د دوي لپاره ستونزې جوړې کړي.

 

%d bloggers like this: