د خوشحالي هورمونونو د ډېر تولید لاري

هورمونونه کیمیاوي توکي دي چې ستاسو په بدن کې د مختلفو غدو لخوا تولید کېږي. د وینې جریان له لارې حرکت کوي او د پیغام رسوونکي په توګه عمل کوي. یو له مهمو دندو څخه یې د مزاج یا طبیعت په برابرولو کې مرسته ده.

دلته دې ته کتنه شوې چې تاسو کولی شئ د مزاج یا طبیعت برابرولو لپاره د یادو توکو تولید ډېر کړئ.له کور څخه ووځئکه د سروتونین کچې د زیاتوالي غوښتونکي یاست، له کور څخه بهر وخت تېرول تر لمر وړانګو لاندې د دې کار لپاره غوره لاره ده. د څېړنو پر بنسټ، د لمر د الټرا وایلیټ (UV ) وړانګو سره مخ کېدل کولی شي د سیروټونین تولید ډېر کړي. یوازې پام وي چې د(UV) وړانګو سره مخ کېدل ستاسو د پوستوکي سرطان ګواښ هم زیاتوي نو پر دې اساس د لمر ضد کریم باید هېر نه شي.سپورت ته وخت ورکړئښایي له وړاندې د سپورت او د اندروفین ترمنځ د اړیکې په اړه یو څه پوه شئ. مګر سپورت نه یوازې پر اندورفین باندې اغیزه کوي. منظم فزیکي فعالیت کولی شي ستاسو د ډوپامین او سیرټونین کچه هم لوړه کړي. په ۲۰۱۷ کال کې د طب برخې زده کړیالانو باندې یوه وړوکې څېړنه وښوده چې ډله ایز تمرین د انفرادي تمرین په پرتله ډېرې کټې درلودې. خپل تمرین په ازاده فضا کې ترسره کړئ ترڅو د سروتونین ډېرول څو برابره زیات کړي. په یاد وساتئ چې ترسره شوې څېړنه په لوړ شدت تمرین د اندورفین په ډېره کچه ازادولو سره په اړیکه کې بولي.له یو ملګري سره وخاندئکوم یو به دا لرغونی متل نه وي اورېدلی چې خندا درمل ده؟ البته، خندا د اوږدمهاله روغتیا ستونزو درملنه نه کوي. مګر دا کولی شي د اضطراب یا فشار احساس کمولو کې مرسته وکړي او د ډوپامین او انډورفین کچې په زیاتولو سره ضعیف مزاج ته وده ورکړي.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading