پوتین او اردوغان د دوه اړخیزو همکاریو او نړۍوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې

د روسیې او ترکیې ولسمشرانو له یوې میاشتې په لږه موده کې د دوهم ځل لپاره سره وکتل.
ولسمشر ولادیمیرپوتین تیره ورځ د روسیې په ساحلي ښار سوچي کې د خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان کوربه و.
په تېره څه کم یوه میاشت کې دا د دواړو ولسمشرانو دوهمه کتنه ده.
د دې خبرو د اجنډا په سر کې د اوکراین د جګړې او د سوریې د کړکېچ پای ته رسول وو.
اردوغان د تورې بحیرې له لارې د اوکراین د غلې صادراتو ته د اجازې ورکولو په مسئله کې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د طرحې له بریا وروسته روسیې ته سفر کوي.

%d bloggers like this: