ا.ا.ا: افغانستان ته د بې کیفیته نفتي توکو واردولو مخه نیسو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د بې کيفيته او غير معياري تېلو او ګازو د وارداتو مخه نیسي.
د دغې خونې چارواکو تېره ورځ ناوخته په کابل کې د تېلو او ګازو واردونکو ټولنې له استازو سره په ناسته کې ټينګار کړی، چې د نورم او سټنډرډ ادارې په همکارۍ سره به له دې وروسته د بې کيفيته تېلو او ګازو د واردولو مخه نيسي.
دغې خونې د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، دواړو خواو هوکړه وکړه چې د خلکو اړتياو ته په کتو سره به باکيفيته نفتي مواد افغانستان ته واردېږي او په دې برخه کې به د غير قانوني کړونو مخه نیول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د طالبانو حکومت له ازبکستان سره د تېلو او ګازو د وارداتو په برخه کې هوکړه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د نفتي موادو بيې د پام وړ لوړې شوي.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading