د اسرائیل او فلسطین تر منځ سخته نښته شوي

تېره شپه د اسرائیل او فلسطین غزې تړانګه کې د وسله والو تر منځ پر یوه بل له ګوزارونو وروسته اوس هم سیمه تاوتریخجنه ده.
په غزه کې د اسرائیلي پوځ په بمبارۍ کې د لسو کسانو له وژل کېدو وروسته له غزې پر اسرائیل د راکټونو لسګونه مرمۍ توغولې دي.
د وسله والو یوې ډلې مشر تیسیر الجعبري هم په وژل شویو کسانو کې شامل دی.
ځايي روغتیاپالان وايي، یوه ماشومه نجلۍ هم په وژل شویو کسانو کې شامله ده او دې پېښه کې لسګونه نور کسان ټپیان شوي دي.
د اسرائیل لومړی وزیر وايي، روانه اونۍ د اسلامي جهاد ‘پي ای جې ‘ نومې وسله والې ډلې یو مشر نیول شوی و، چې له کبله یې یو ‘سملاسي ګواښ ‘ رامنځته شو او د مخنیوي لپاره یې وروستی برید شوی دی.
پي ای جې وسله والو له پروني برید وروسته د اسرائیل خاورې ته نژدې ۱۰۰ توغندي وتوغول، چې ډېری یې د اسرائیل اوسپنیزې ګومبزې نومي توغندي ضد سیسټم شنډ کړي دي.
خو د اسرائیل په ډېری ښارونو کې د راکټي بریدونو خبرداري سائرنونه غږول شوي دي.
د شنبې پر سهار اسرائیل چارواکو وویل، په لوېدیځه غاړه کې یې د پي ای جې ډلې ۱۹ غړي نیولي دي.
د ۲۰۲۱ کال له مې میاشتې له ۱۱ ورځنۍ جګړې وروسته د تېرې شپې بریدونه د تاوتریخوالي تر ټولو ناوړه پېښه وه.
د تېر کال په هغه جګړه کې نژدې ۲۰۰ فلسطینیان او لسګونه اسرائیلیان وژل شوي و
بل لور د اسرائیل دفاعي ځواکونه ‘ای ډي ایف ‘ مسوولین وايي، دوی د جمعې پر ورځ بیا بریدونه وکړل او د وسله والو سنګرونه یې په نښه کړل.

%d bloggers like this: