د ننګرهار سپین غر پرانګان لوبغاړي د شپږيزې اتلولۍ د ګټنې له کبله په خورا ښو مراسمو سره وستایل.

په دغو مراسمو کې د ننګرهار ولایت والي ملامحمدنعیم اخند، د اطلاعات او کلتور رییس قاري نورمحمدحنیف، د ملي امنیت رییس ډاکټر بشیر، د بدني روزنې رییس مولوي عبدالسلام وزیروال،

د اطلاعاتو امر مولوي امان الله، د امنیه قومندانۍ د امنیت امر مولوي محمدطاهر مبارز او د نورو چارواکو تر څنګ ګڼو ولسونو او د کرکېټ مینه والو برخه اخیستې وه، یاده دې وي چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست تل هڅه کوي چې د ځوانانو د فکري او بدني روزنې په موخه بېلابېلې برنامې تقدیر کړي.

Shafiqullah Rahmani

%d bloggers like this: