وېکټور: اوکرایین د روسیې خلاف بريا نشي ترلاسه کولای
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د دغه هېواد د اوډېسا ښار پر بندر د توغندیو له برید وروسته روسیه په بربریت تورنه کړې ده.
زېلېنسکي ویلي دغو بریدونو وښوده چې څنګه پر مسکو پر هوکړه د عمل باور نشي کېدلی.
د اوکرایین ولسمشر ولودویمیر زېلېنسکي وايي، ځواکونه یې “ګام په ګام” د هېواد سوېل خرسون اشغال شویو سمو پر لوري پرمختګ کوي.
هغه پر دې هم ټینګار کړی چې د هوايي دفاع سیستمونو ترلاسه کولو لپاره به هر ممکن ګام پورته کړي چې راتلونکې کې پرې داسې توغندي شنډ کړي.
د اوډیسا پر بندر دا راکټي بریدونه تر هغې یوازې څو ساعته وروسته وشول چې مسکو د انقرې په منځګړیتوب کیېف سره له اوکرایینه د غلې دانې صادرېدو ته د اجازې د ورکړې هوکړه لاسلیک کړه.
روسیې دې هوکړه کې منلې چې د اوکرایین پر بندرونو به د غلو د صادرېدو پر مهال بریدونه نه کوي.
اوکرایین وايي شاوخوا ۲۰ میلیون ټنه غله یې بندرونو کې ایساره پاتې ده او روسي ځواکونه د صادرېدو اجازه نه ورکوي.
د دغو صادراتو درېدل د دې لامل شوي چې د نړۍ ډېرو هېوادونو کې د غنمو کمښت محسوس او بیې یې لوړې شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم د اوډیسا پر بندر برید غندلی او ویلي یې دي چې د غلې دانې د هوکړې پلي کېدل مهم دي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسوول جوزیف بوریل ویلي دغه برید وښوده چې روسیه د نړیوال قانون هېڅ پروا نه ساتي.
په ورته وخت کې، د زېلېنسکي یوه جګپوړي دفاعي سلاکار ادعا کړې چې د اوکراییني سرتېرو له لوري کلابنده سیمه کې شاوخوا ۱۰۰۰ روسي پوځيان کلابند شوي دي.
د هنګري لومړي وزیر وېکټور وربان بیا ويلي اوکرایین د روسیې خلاف نشي بریالی کېدای.