د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د څار ځانګړې ادارې یاسیګار ویلي دي چې په تېر اګست کې په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت د رسېدو راهیسې، په دغه هېواد کې بشري وضعیت لا پسې خراب شوی دی.
دغه ادارې په یوه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر اوس ۲۴.۴ میلیونو ته رسیدلی دی، په داسې حال کې چې دغه شمېر د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې ۱۸.۴ میلیون و.
د سیګار په راپور کې ویل شوي، دا وخت نږدې ۲۳ میلیون افغانان د خوراکي موادو بېړنیو مرستو ته ضرورت لري، چې دا شمېر د ۲۰۲۱ کال له مارچ څخه تر مۍ پورې د مودې په پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د جګړو له امله د داخلي بې ځایه شویو افغانانو شمېر چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې ۶۷۰ زره وو، اوس ۷۱۰ زرو ته لوړ شوی دی.
سیګار وايي، خیریه موسسو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د خوړو د کمښت، وچکالۍ او ساري ناروغیو له امله وضعیت نور هم خراب شي.
په راپور کې راغلي چې د پسرلي په موسم کې په افغانستان کې د زراعتي حاصلاتو رسېدل په دغه هېواد کې د خوراکي موادو اړتیا تر یوې اندازې پوره کوي، خو د تېر کال د سختې وچکالۍ له آمله چې په تېرو درې لسیزو کې یې ساری نه درلود، کرهنیز حاصلات اغېزمن شوي دي.
سیګار وايي چې د امریکا متحدو ایالتو د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې تر پایه په افغانستان کې د حکومتولۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې څه باندې ۳۶ میلیارده ډالر لګولي دي.
د سیګار د راپور له مخې، ددې پیسو څه باندې ۲۱ میلیارده ډالر یې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د اقتصادي همکاریو بودیجې او د امریکا د نړیوالي پرمختیايي ادارې له خوا لګول شوي دي.
سیګار وايي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست او سپتمبر میاشتو کې له یوې کتنې وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د متحده ایالاتو نړیوالي پرمختیايي ادارې پرېکړه وکړه چې له افغانستان سره د مرستي د پاره خپل اکثریت پروګرامونه بند کړي چې په دغه هېواد کې روان حالت وارزوي او باوري شي چې د امریکا د هغو شریکانو امنیت به خوندي وي چې له افغانستان سره د مرستو او پرمختیایي چارو په برخه کې کار کوي.
د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د څار ځانګړې اداره وايي، له هغه راهیسې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د متحده ایالاتو نړیوالي پرمختیايي ادارې د افغانستان دپاره له لسو زیات پروګرامونه بیرته پیل کړي دي.
سیګار وايي، د غیردولتي موسسو له خوا پلې کېدونکو دغو پروګرامونو هدف دا دی چې د افغانستان د روغتیا، معارف، زراعت او خوړو د اړتیا د پوره کولو په برخه کې مرسته وکړي او همدرانګه په دغه هېواد کې د مدني ټولنې، بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو ملاتړ وکړي.
د افغانانو دپاره د امریکا د مرستو ددغه پروګرامونو سره هم مهاله، ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د روان بشري بحران د مخنیوي دپاره ۴.۴ ملیارد ډالرو ته اړتیا لري.
ملګروملتونو همدارنګه له مرستندویه هېوادونو څخه د ۶۲۳ میلیونه ډالرو اضافي پیسو غوښتنه کړې ده چې د افغانستان په ګاونډي هېوادونو کې د افغان کډوالو اړتیاوې پرې پوره کړي.
دا د ملګرو ملتونو په تاریخ کې تر ټولو زیاتې پیسې دي چې د یوه هېواد سره د مرستې دپاره غوښتل کیږي.