Site icon

شپږیزه کرېکټ لیګ کې بازانو لوبډلې بریا خپله کړه

Advertisements

کابل کې نن دوشنبه د جولای ۱۸مه د شپږيزې کرکټ ليګ اتم پړاو سيالۍ پیل شوې دي او لومړۍ لوبه کې صافي برادرز بند امیر د ایوبي کابل بازان لوبډلې پر وړاندې ولوبېده.‌
په ۱۹٫۴ اوورونو کې ۱۲۰ منډې وشوې او ایوبي کابل بازان لوبډلې په ۶ ویکټو لوبه وګټله.‌
د دې لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر رحمان الله ګوربز وګټله خو د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
کابل بازانو د شپږیزې کرېکټ لیګ د اتم پړاو لومړۍ لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډله په ۱۲۰ منډو وسوځوله.
بند امیر لپاره فرمان الله تر ټولو ډېرې ۳۲، نوید عبید ۲۷ او عرفان ساپي ۲۴ منډې وکړې.
د کابل بازانو له اړه عظمت الله عمرزي ۳ او قیس احمد، حسیب الله او خلیل ګوربز دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د بند امیر ښامارانو لوبډلمشري افتاب عالم کوي.
دا د شپږېزې کرېکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ دي او ټولې اته لوبډلې پکې برخه لري.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي سږکال دغو سیالیو کې پنځه بهرني لوبغاړي هم لوبېږي.
د شپږیزې لیګ سږنیو سیالیو کې ټولټال ۳۲ لوبې کېږي او د اګست تر ۵مې به دوام وکړي.
دا لوبې د افغانستان ملي سپورت تلویزیون په ژوندۍ بڼه خپروي.
بند امیر ښاماران، د بست ساتونکي، مېس عینک اتلان، پامیر زلمي، کابل بازان، امو نهنګان، سپين غر زمریان او هندوکش ستوري هغه لوبډلې دي چې د کرېکټ شپږیز لیګ اتم پړاو سیالیو کې به د اتلانو جام ګټلو لپاره سیالۍ سره کوي.
پامیر زلمي او هندوکش ستوري دوه هغه لوبډلې دي چې تازه په دغه لیګ کې شاملې شوې دي.د شپږیزې لیګ په ۲۰۱۳ کال کې پیل شو. په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې د کورونا د وبا له خپرېدو سره سره دا لوبې ترسره شوې خو تېر کال په افغانستان کې د نظام د بدلون له کبله د لومړي ځل لپاره د دې لیګ سیالۍ ترسره نه‌شوې.
له شپږیزې وروسته به د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له آیرلنډ سره د لوبو لړۍ پیل کړي.
دا لړۍ د اګست په نهمه په بلفاست کې پیلېږي او د اګست تر اولسمې پورې دوام کوي چې په ترڅ کې یې درې یوورځنۍ او پنځه شل اووریزې لوبې پلان شوې دي.

 

Exit mobile version