Site icon Sharq Global

د ننګرهار خلک د ټرانسپورټي وسایطو د کرايو له لوړوالي شکایت کوي

Advertisements

د ننګرهار خلک په ښار او ولسواليو کې د ټرانسپورټي وسایطو د کرايو له لوړوالي شکایت کوي.

د وسایطو چلوونکي بيا د تيلو، ټرانسپورټي پارچو او د اډو د نرخونو لوړېدل هغه لاملونه يادوي، چې له کبله يې اړ شوي چې کرايې لوړې کړي.

د ټرانسپورټ رياست مسوولين یاده ستونزه مني او لامل يې د تېلو د نرخو لوړوالی ښيي، خو ترڅنګ یې ولس ته د وسایطو کرايو د کنټرول ډاډ ورکوي.

دوی وايي له يوې خوا بې روزګاري او له بل پلوه د خلکو د خراب اقتصادي وضعيت له امله مناسبه نده، چې دومره لوړې کرايې ورکړي.

دوی له حکومته په کلکه د کرايو د کنټرول او د رامنځته شوې بې بندوبارۍ د مخنيوي غوښتنه کوي.

بلخوا دلته د بېلابېلو سيمو ليني موټرچلوونکي هم مني، چې کرايه يې تر پخوا لوړه کړي، خو زياتوي، د تېلو، ټرانسپورټي پارچو او د اډو د نرخونو لوړوالي دې ته اړ کړي، چې کرايه يو څه لوړه کړي.

د ټرانسپورټ رياست مسوولين هم مني، چې په دې ولايت کې ترپخوا په کرايو کې لوړوالی راغلی، خو دوی یې عمده لامل د تېلو د بیو لوړوالی بولي.

په ننګرهار کې د تېلو د اتحاديې مسوولین هم مني، چې د پخوا په پرتله په دې ولایت کې د تېلو نرخونه لوړ شوي او د تېلو کمښت، د تقاضا زیاتوالی او د بانکي سیسټم خرابوالی يې عمده لاملونه یادوي.

اندېښنه دا ده، چې په تېر کې هم د تېلو د بیو په لوړوالي سره کرايې لوړې شوې، خو د بیو په راښکته کېدو سره لوړې پاتې شوي دي.خلک په ټوله کې له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د دې ډول بې بندوبارۍ مخه ونيسي.

Exit mobile version