هرات کې د طالب ځواکونو پر لېږدوونکي موټر وسله وال برید شوی

راپورونه وايي، چې د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ځواکونو پر یوه لېږدو ونکي کاسټر موټر وسله وال برید شوی.
ځايي سرچينې وايي، دغه بريد نن سهار شاوخوا ۷ بجې د هرات ښار د څلورمې حوزې مربوطاتو کې شوی او ویل کېږي مرګژوبله هم پکې اوښتې.
تر پښې وروسته د بریدګرو او طالب وسله والو ترمنځ د ډزو د تبادله کېدو خبر هم ورکړ شوی چې ویل کېږي یو بریدګر پکې وژل شوی،‌ خو دوه نور تښتېدلي دي.
د هرات امنیه قومندانۍ ویاند محمد شاه رسول بي بي سره خبرو کې ویلي، په دغه برید کې ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه دی مالوم.
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي، په دغه برید کې یې دوه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
تر دې مخکې پر طالبانو د ورته بریدونو مسوولیت داعش وسله والو منلی.
څه موده وړاندې کندوز کې د طالبانو د ۲۱۸ عمري قل اردو د تخنیکي کارکوونکو پر لېږدوونکي موټر چاودنه شوې وه چې څلور کسان پکې وژل شوي وو.

%d bloggers like this: