Site icon

حنفي: په لویې غونډې کې به نارینه د ښځو استازیتوب کوي

Advertisements

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وايي د طالبانو له لوري د دیني عالمانو او قومي مخورو رابلل شوې لویه غونډه به د ملي یووالي پر مسایلو خبرې کوي او ښځې به پکې ګډون ونلري.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، ښاغلي حنفي د افغانستان ملي تلویزیون ته وویل: “د مختلفو فکرونو خلک به په دغه غونډه کې ګډون کوي… دا به د افغانستان د ثبات او ملي یووالي دپاره ښه کار وي”.

حنفي وویل چې دا غونډه به د پنجشنبې په ورځ ۳۰ جون (چنګاښ ۹) په کابل کې پیل شي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ښځې به په دې غونډه کې برخه ولري، ښاغلي حنفي وویل چې نارینه به د ښځو آستازیتوب کوي.

حنفي وویل: “ښځې زموږ میندې او خویندې دي. موږ یې احترام کوو. کله چې د دوی بچي په غونډه کې برخه ولري، پدې معنا ده چې دوی پکې برخه لري”.

دا غونډه “لویې جرګې” ته ورته والی لري چې وروستی ځل د پخواني جمهور ئیس اشرف غني لخوا په ۲۰۲۰ کال کې د سولې د مذاکراتو په تړاو د سلګونو طالب بندیانو له خوشې کولو وړاندې جوړه شوې وه.

روښانه نده چې د ۳۰۰۰ کسانو په دې غونډه کې به دقیقا په کومو مسئلو خبرې کيږي او دا چې د نجونو د متوسطه او ثانوي ښوونځیو د پرانیستلو پر سر به پکې بحث وشي او که نه.

نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول امریکا، ویلي دي طالبانو ته پکار دي چې ښځو ته د هغوی حقونه ورکړي.

په غونډه کې د ښځو پر ګډون ټینګار

افغان مدني فعالانو او د ښځو د حقونو پلویانو ویلي د ښځو له ګډون پرته به دا غونډه مشروعیت ونلري. یو شمیر نارینه او ښځینه دیني عالمان او مدني فعالان پرون د سه شنبې په ورځ په کابل کې را ټول شوي وو. دوی د طالبانو په رابلل شوې لویه غونډه کې د ښځو پر ګډون ټینګار وکړ.

https://www.pashtovoa.com/a/6638432.html

Exit mobile version