ملګري ملتونه د افغان ښځو پر وضعیت بېړنۍ غونډه جوړوي

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت د خبرو لپاره بیړنۍ غونډه جوړوي.
دې شورا پرون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي و چې دا ناسته به د راتلونکې جولای په لومړۍ نېټه دایره شي.
يوناما ويلي دي چي د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کي د افغانستان پر روان وضعيت بحث وشي.
د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچلې لس ورځې وړاندې د جون ۱۵مه په جینیوا کې د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې طالبان د افغان ښځو او نجونو پر سیستماتیکې ځپنې تورن کړل.
ویل کیږي چي اسلامې امارت هڅه کوي چې نړېواله ټولنه یې حکومت په رسمیت ومني، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپله وروستۍ بیانیه کې ویلي چې د طالبان په رسمیت منل په بشپړ ډول د ښځو او نجونو حقونو ته په درناوي پورې تړاو لري.
دې دا هم وویل، چې افغانان د یوه نسل تر ټولو تیاره شيبې تجربه کوي.

 

%d bloggers like this: