افغانستان او ایران د هلمند سيند د حقابې په سر په ١٩٧٣م کال یوه هوکړه لاسلیک کړه چې پر بنسټ یې، ایران حق لري چې هر کال له هیرمنده ۸۵۰ ملیونه مټر مکعب اوبه ترلاسه کړي.
ایران یو ځل بیا له اسلامې امارت غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د ونډې په اړه د شوې موافقې له مخې، دوه اړخیزو تعهداتو ته جدي درناوی وکړي.
د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند د اوبو په سر د توافق شوې هوکړې سره سره، دا هېواد یو ځل بیا له طالبانو غواړي څو په دې برخه کې راپورته شوې ستونزې حل کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره تېره ورځ ټیلېفوني خبرو کې ویلي، افغان حکومت دې د ایران د اوبو د ونډې په اړه د شوې موافقې له مخې، دوه اړخیزو تعهداتو ته په جدي توګه درناوی وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې په دې اړه ډېر وضاحت نهدی ورکړی، خو ټینګار یې کړی چې طالب چارواکي باید په دې برخه کې را پورته شوې ستونزې حل کړي.
دا معلومه نهده چې طالبانو له ایران سره د هلمند د سیند په اړه نوي تعهدات کړي که د شاهي نظام پر مهال د شوي توافقاتو د عملي کېدو غوښتنه شوې.