ایا طالبان په ولایتونو کې شخصې زندانونه لري؟ په افغانستان کي د ځينو هغو کسانو خپلوان چې طالبانو نیولي او زنداني کړي دي، وايي چې دوستان يې د طالبانو په شخصي زندانونو کي دي. خو طالبان وايي دوی په دې اړه خبر نه لري او که داسي وي په اړه به يې اقدام وکړي.

Advertisements

د افغانستان په ځينو ولايتونو کي د هغو کسانو خپلوان چي له طالبانو سره بنديان دي شکايت کوي چي دوستان يې په شخصي ځايونو کي بنديان دي. د تیر حکومت یو افغان لوړ پوړی چارواکې چې نه غواړي نوم یی خپور سي دویچه ویله ته وويل چي طالبانو په هلمند ، کندهار او روزګان کې شخصي زندانونه جوړ کړی او د تیر حکومت ځیني سرتیري او لوړ پوړی قوماندانان پکې ساتي.

هغه وویل: «موږ داسي اسناد په لاس کې لرو چې ځینې کسان طالبانو په شخصې زندانونو کې اچولې او دوی یې وهې او ټکوي، موږ ځیني د افغانستان څخه بهر ایستلې دي او ځینې لا نور هم اوس پټ دي.»

له درنو جرمونو سره د مبارزې یوه پخوانې څارنواله بهشته بشارت چې اوس په المان کې ژوند کوي دویچه ويله ته وویل چي ډېر کسان طالبان پخپلو شخصې زندانونو کې اچوي او سخت شکنجه کيږي: «زما ماما چې د تیر حکومت د خاصې قطعې قوماندان وو طالبانو ونیو، داسي یی وواهه چې موږ یې پر مرګ و ویریدلو له هغه څخه یې پیسې او موترونه واخیستل. موږ هغه ویستی اوس په ایران کې دی. د ده په شان یې لسګونه نور کسان هم نیولي او زورولې دي.»

بشارت وایې ماما یې ورته ویلي چې داسي کسان په زندان کي ول چې له میاشتو میاشتو راهیسې یې کورنۍ او د هغوی غړې پرې خبر نه وه، ځکه د طالبانو هر یو قومندان خپل شخصې زندان لري.

بل لور ته د جنوب غرب حوزې یو اوسیدونکې چې خپل ځان  ګل احمد راښیې وایې چې په هلمند او روزګان کې د طالبانو د فواید عامې، اطلاعات او کلتور، امنیې قوماندان، والې او ځیني نور کسان شخصې زندانونه لري. هغه وايي د ده ورور هم په همداسي زندان کي اچول سوی او وروسته ووژل سو، خو د هغه د وژنې په تړاو هیڅوک وه نه نیول سول: «موږ پوهیږو چې څه ووایو او څه نه. تاسې ولیدل چي خبریالان شخصې زندان ته واچول سول. دا یې زما د ورور په خاطر وکړ هغه زما د ورور په اړه  څیړنې او له طالبانو څخه پوښتنې کړي وې، دلته هیڅوک هیڅ نسې ویلای ځکه پوښتنه نه سته.»

خو د طالبانو د کابل د امنيې قوماندانې ویاند محمد خالد ځدران دویچه ویله ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې ټول هغه کسان چې په امنیتی حوضو کې نیول کیږي دوی یې تر ۷۲ ساعتونو پوري په بند خونه کې ساتلای سي. هغه وویل: «هیچاته اجازه نه ورکوو چې دوی پر خپلسر کسان ونیسې او په شخصې زندانونو کې یې واچوي، خو موږ تراوسه په دې اړه معلومات نه لرو،که چیري همداسې څه وي موږ به عاجل اقدام وکړو او د قانون منګولو ته به یې وسپارو.»

ده وویل د نیول کیدو پر مهال له دوی سره د بشري حقونو اړوند داسې چلند کیږي چې هیڅ نوعه ضرر به چاته وه نه رسیږي: «موږ تراوسه پوري په دې اړه څه معلومات نه دي پیداکړي، خوکه چیري مو داسي څوک پیداکړل نیسو یی او د قانون منګولو ته یې سپارو، ځکه هیچاته اجازه نه ورکوو چې بدماشې وکړي، شخصي زندانونه ولري او خلک پرخپلسر محکمه کړي.»

Exit mobile version