ملګري ملتونه: اټکل له مخې افغانستان کې زلزلې ۲۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي

ملګرو ملتونو ويلي، اټکل کوي چې د وړمې شپې زلزلې به په افغانستان کې ۲۰۰۰ کورونه ويجاړ کړي وي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رميز الاکبروف يوه خبري کنفرانس ته ويلي چې د زلزلې له کبله د مړو شويو افغانانو شمېرې ښايي تر هغې بيخي ډيرې وي چې اوس اعلانيږي.
هغه ويلي، د اټکل پر بنسټ يې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې تر ۲۰۰۰ پورې کورونه نړيدلي او په وينا يې چې که د هر کور د غړو شمير په اوسط ډول اته تنه وي نو د مرګ ژوبلې شمېرې به يې د خپرو شويو ارقامو په پرتله څو برابره ډيرې وي.
الاکبروف ويلي، ملګري ملتونه تر خاورو لاندې د ايسارو افغانانو د را ايستلو لپاره وسايل نه لري او په وينا یې چې اسلامي امارت هم په دې برخه کې له محدوديتونو سره مخ دي.
د وړمې شپې د زلزلې له کبله تر دې مهاله د ۱۰۰۰ تنو مړينه او د ۱۵۰۰ نورو ټپي کېدل تاييد شوي دي.

%d bloggers like this: