Site icon

جاپان له افغان زلزله ځپلو سره د بېړنۍ مرستې اعلان وکړ

Advertisements

د جاپان د حکومت یو چارواکی وایي، هېواد یې هوډ لري چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.
د جاپان حکومت د کابینې مرستیال سیجي کیهارا نن په یوه خبري کانفرانس کې وویل، دوی زلزله ځپلو ته د لازمو مرستو د همغږۍ په حال کې دي.
دی وایي، اوسمهال پر دې کار کوي چې د اړمنو بېړنۍ اړتیاوې مشخصې کړي.
مرګونې زلزلې وړمه ورځ پکتیکا، خوست او ننګرهار کې خلکو ته د سرو او مال دروند زیان واړوه.
د وروستیو معلوماتو له مخې یوازې پکتیکا کې شاوخوا زر کسان وژل شوي او یو نیم زر نور ټپیان دي.
د پکتیکا د عامې روغتیا ریس حکمت الله عصمت وویل چې یو شمېر کسان ممکن لا هم تر خاورې لاندې وي.
هغه وایي، تېره شپه د باران له کبله له خاورو د خلکو د را ایستلو عملیات ټکني وو.

 

Exit mobile version