د تېرې شپې زلزلې له امله ۲۵۰۰ کسان مړه او ټپیان کړې

افغان حکومت وايي چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېري شپې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان مړه او ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي دی.
هغه ويلي چې د زلزلې له امله زیاته مرګ ژوبله په پکتیکا او خوست ولایتونو کې رامنځته شوې ده.
په پکتیکا کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد امین حذیفه رسنيوته ویلي چې په زلزله کې د مړو شمېر ۱۰۰۰ ته ورسېده او ښايي دا شمېره نوره هم لوړه شي.
مسلم وایي چې زلزله کې د کورونو د یجاړیدو په اړه دقیق معلومات نه شي ورکولی ځکه په ځینو ځایونو کې بشپړ کلي هم له منځه تللي خو کیدای شي زرګونه کورونه له منځه تللي وي .
د مسلم په وینا د زلزلې له امله د ځاني زیان ترڅنګ ګڼ څاروي هم مړه شوي او د هستوګنې سلګونه کورونه هم نړېدلي دي.
هغه وویل چې د هر مړه شوي کس لپاره ۱۰۰زره افغانۍ او د هر ټپي شوي کس لپاره ۵۰زره افغانۍ په پام کې نیول شوي دي.
دی وایي چې د زیانمنو لپاره اړین او کافي خوراکي توکي او جامې لري هڅه کوي چې پر وخت یې ورسوي خو نړیوال دې هم اړینې مرستې وکړي .
هغه زیاته کړه چې د اوس لپاره په کابل کې د ایران او پاکستان سفارتونو د مرستو ژمنه کړې ده .

%d bloggers like this: