ا.ا.ا: د زلزلې سيمو ته د ژغورنې ټيمونه رسېدلي

د ۲۰۳ منصوري قول اردو چارواکو ویلي چې د پکتیکا زلزله ځپلو سیمو ته ۳۰ امبولانسونه او څلور چورلکې رسېدلې دي او درې نورې چورلکې هم ور روانې دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د خوست او پکتیکا د زلزله ځپلو مرستې ته یې د ژغورنې او روغتیایي خدمتونو ټیمونه رسېدلي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته ویلي، د دوی له خوا یو پلاوی هم ټاکل شوی چې د ژغورنې او مرستې رسونې چارې وڅاري.
نوموړي ويلي د خلکو د ژغورنې لپاره د ژغورنې او روغتیایي ټیمونه، د کورنیو چارو مسولین او د وسله وال پوځ منسوبین سیمې ته رسیدلي دي.
د ریښتر په کچه ۶،۱ درجې زلزلې تېره شپه یوه نیمه بجه شاوخوا د خوست او پکتیکا ولایت سیمې ولړزولې او ټکانونه یې په څنګلورو ولایتونو او پاکستان کې هم حس شوي دي.
زلزلې مرکز د خوست سپېره ولسوالۍ ښودل شوی دی.

%d bloggers like this: