Site icon

ا.ا.ا چارواکې:د دې په چارواکو د سفر بندیز د منلو نه دی

Advertisements

افغان حکومت وايي، د دوی پر دوو چارواکو د ملګرو ملتونو له خوا د سفر بندیز د منلو نه دی او باید لېرې شي.
اسلامې امارت دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې ملګرو ملتونو پر ښځو د محدودیتونو له کبله د افغان حکومت پر دوو چارواکو د سفر د بندیزونو معافیت پای ته ورساوه.
دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین بي بي سي ته وویل “موږ د سفرونو د استثنا هر کلی کوو، خو د طالبانو پر دوو مهمو غړو د ملګرو ملتونو د سفرونو بندیزونه د منلو نه دي او باید بېرته لیرې شي.”
شاهین وايي، د دوحې د تړون له مخې “باید د طالبانو ټول غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړه وېستل شوي وای.”
افغان چارواکی وايي چې حکومت یې هر ډول خبرو ته چمتو دی خو ټینګار کوي د خبرو لپاره یې باید پر مشرانو د سفر بندیزونه نه وي.
اې اېف پي خبري اژانس د ځینو دیپلوماتانو په حواله لیکلي چې دغه بندیزونه د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو په چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت پر مرستیال سید احمد شهیدخېل لګول شوي.

 

Exit mobile version