د خوړو نړیوال پروګرام له افغانانو سره د مرستو په دوام ټینګار کړی

ملګرو ملتونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو هڅې زیاتې کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام اړمنو افغانانو ته د مرستو رسېدو خبر ورکړی او ويلي دي، یوازې تیره میاشت یې په نیمروز، غور او لغمان ولایتونو کې له څه باندې ۷۰۰زره کسانو سره مرستې کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو په اساس دغه سازمان تېره میلادي میاشت په نیمروز ولایت کې له ۱۰۰زره کسانو سره بشري مرستې کړي دي.
پر افغانستان د اسلامې امارت تر واکمنيدو وروسته د راپورونو له مخې، دغه هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی او ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و که چیرې په دغه هېواد کې له اړمنو کسانو سره مرستې ونشي، شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان به له بشري ناورین سره مخامخ شي.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې په خپل یو راپور کې ویلي و چې د افغانستان شاوخوا ۲۳ میلیون وګړي سخته لوږه تجربه کوي او د دغه هېواد ۹۵ سلنه وګړي کافي غذا نلري.
ددغه سازمان په وینا، ۱۰ میلیون افغان ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام درناوی کړې او له دغه هېواد سره یې د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
دغه ادارې په دې وروستیو کې ویلي چې د روان میلادي کال له پيل څخه تر اوسه یې په افغانستان کې دوه میلیون اړمنو کسانو ته بشري مرستې رسولي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام مشر دیوید بیسلي مخکې ویلي وو چې د جون په میاشت کې ۱۸ میلیون افغان وګړي خوړو ته بېړنۍ اړتیا لري، خو په خبره یې، دغه اداره مرستو رسولو لپاره کافي بودیجه نلري.

 

%d bloggers like this: