روسي خبریال خپل د نوبل جایزه په ۱۰۳،۵ ميليون ډالره لیلام کړه
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکي- روسي ژورنالیست دیمیتري مراتوف خپله نوبل جایزه، د اوکراین له جګړه ځپلو ماشومانو سره د مرستې لپاره په لیلام کې وپلورله.
د دې جایزې له پلورلو ترلاسه شوي ټول ۱۰۳،۵ میلیون ډالر به د جګړې له کبله له بېځایه شویو اوکرایني ماشومانو سره د یونیسیف د مرستې صندوق ته ورکول شي.
یونیسف ویلي دي چې دغه پيسې یې ترلاسه کړي دي.
مراتوف د مهاجرت له نړیوالې ورځې درې اونۍ مخکې خپل د نوبل د سولې جایزې د لیلامولو اعلان کړی و.
روسي ژورنالیست مراتوف وویل: «ما تمه درلوده چې له ما سره به ډیر خلک مرسته وکړي، خو د دومره ډیرو پيسو تمه مې نه درلوده.»
مراتوف چې د نووایا ګزېتا د خپلواکې ورځپاڼې له جوړېدو سره یې مرسته کړې وه او مسوول مدیر یې هم و، په تېر ۲۰۲۱ کال کې له یوې بلې روسۍ ژورنالیستې ماریا ریسا سره په ګډه د نوبل د سولې جایزه ګټلې وه.
پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته چې مسکو د رسنیو د ځپلو اقدامات پیل کړل، نو په مارچ میاشت کې نووایا ګزیتا ورځپاڼه هم بنده شوه.