مجاهد: د حکومت په رسمیت پیژندلو کې مو تر ټولو ستر خڼد امریکا ده
د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه په یوه مرکه کې ادعا کړې چې متحده ایالات د دې ډلې د حکومت په رسمیت پیژندلو کې تر ټولو ستر خنډ دی.
دده په خبره امریکا نه پخپله د رسمیت پيژندلو لپاره ګام اوچتوي او نه هم بل چا ته اجازه ورکوي چې په دې برخه کې اقدام وکړي. مجاهد زیاته کړې چې دوی د رسمیت پېژندل کېدو لپاره ټول شرایط پوره کړي دي او دا د نړیوالې ټولنې دنده ده چې نور د افغانانو حکومت په رسمیت وپېژني.
اسلامې امارت چې څه باندې لس میاشتې کیږي په افغانستان کې یې واک تر لاسه کړی تر اوسه د نړي هیڅ یو هیواد یا ادارې یې سرپرست حکومت په رسمیت ندی پيژندلی.
نوموړي ټینګار کړی چې حکومت یې پیاوړی دی، د امنیت په تامین بریالي شوي دي او د ولس ملاتړ له ځان سره لري.