طالبانو د ‘افغان پانګې’ په نوم شرکت پرانیست

نن یکشنبه د یاد شرکت د پرانیست غونډه کې د لوړپوړو طالب چارواکو ترڅنګ، افغان پانګولو او د ځينو هیوادونو سفیرانو هم ګډون کړی و.
د بهرنیو چارو سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي د ازبکستان له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي ددې وخت را رسیدلی چې په نړۍ او سیمه کې له راتلونکو بدلونونو سره ځان برابر کړو او مثبته ګټه ترې واخلو .
یاد پلاوي متقي ته بلنه ورکړې چې د روان میلادي کال د جولای په وروستیو کې په ازبکستان کې د سیمې او نړۍ د هیوادونو او ادارو د لوړرتبه استازو په جوړیدونکي سیاسي او اقتصادي کنفرانس کې ګډون وکړي .
بهرنیو چارو وزارت وایي چې مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ازبکستان د ملي امنیت شورا له سلاکار او په بهرني سیاست کې ددغه هیواد ولسمشر له ځانګړي استازي عبداعزیز کاملوف د افغانستان لپاره د یاد هیواد د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف او مل پلاوي سره وکتل .
طالب چارواکي وايي، دغه شرکت چې په لومړیو کې ۱۳ افغان پانګوالو پکې ۲۵۰ میلیون ډالره پانګونه کړې د کانونو انرژۍ، ساختماني او کرنې په برخو کې فعالیت کوي.
دا وزارت وایي په دې لیدنه کې د افغانستان ازبکستان پر دوه اړخیزو اړیکو اوسني وضعیت د ترانزیت پر پیاوړي کیدو او سوداګرۍ خبرې شوي دي .
سرچینه وایي چې د امیرخان متقي په دې لیدنه کې په سیاسي اقتصادي او بشري برخو کې د ازبکستان له مرستو د مننې ترڅنګ ویلي چې اوس د داړو هیوادونو ترمنځ ښه ګاونډیتوب فضا حاکمه ده .

%d bloggers like this: