د خوړو نړیوال پروګرام :میلیونونه افغانان په نس نه مړیږي

د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا په دې اندېښنه ښکاره کړه چې میلیونونه افغانان په نس نه مړیږي او د خوراکي موادو بیې مخ په لوړېدو دي.
د دغه پروګرام د افغانستان د څانګې رييسه وايي، په نړۍ کې د غلې او تېلو د بیې لوړېدا، په افغانستان کې وچکالي او ورسره په یو وخت اقتصادي بحران یو بل ته خوا ورکړي او د افغانانو مصیبت یې لا زیات کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي وايي، په هرو لسو افغانانو کې ۹ تنه د خوړولو لپاره کافي ډوډۍ نه‌لري.
د دې ادارې په وینا د اوکراین د جګړې له کبله په افغانستان کې وضعیت نور هم خراب شوی ځکه چې د اوکراین جګړې په نړۍ کې د خوراکي موادو او انرژۍ پر صادراتو منفي اغېز کړی دی.
اوکراین نړۍ ته د غلې څلورم ستر صادروونکی هېواد دی.
د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې ريیسه وايي، په افغانستان کې د خوړو د بحران نښې نښانې له ورایه ښکاره دي او بې شمېره کورنۍ په سخته یو وخت ډوډۍ ځان ته برابرولی شي.

Translate »
%d bloggers like this: