روسيې په اوکرايين کې دخپلو پاسپورتونو د ويش لړۍ پيل کړې

د اوکرایین سویل کې د روسي ځواکونو لخوا د نیول شویو خېرسون او مېلیتوپول ښارونو چارواکي وايي چې روسیې هلته د خپلو پاسپورتونو وېش پیل کړی دی.
د روسیې تاس خبري اژانس ویلي د دې لړۍ په لومړي ګام کې د شنبې پر ورځ د خېرسون ۲۳ اوسېدونکو په ځانګړو مراسمو کې روسي پاسپورتونه ترلاسه کړل.
دا اژانس وايي چې زرګونو کسانو د دغو پاسپورتونو لاس ته راوړلو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي، خو دا ادعا په خپلواک ډول نشي تائیدېدلی.
خېرسون لپاره د روسې لخوا ټاکل شوي والي ولودیمیر سالدو وايي‌ “زموږ ټول خېرسوني ملګري غواړي چې هر څومره ژر ممکنه وي، (روسي) پاسپورتونه او تابعیت ترلاسه کړي.”
د اوکرایین حکومت دا ګام له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا سره څرګند ټکر کې بللی.
روسیې په ۲۰۱۴ کال د کریمیا ټاپووزمې تر نیولو وروسته هلته او د اوکرایین ختیځ د دونباس سیمې ډېره برخه کې هم پاسپورتونه وېشلي دي.‌
د رپوټونو له مخې روسیې د اوکرایین نیولو ښارونو کې په خپل پولي واحد (روبل) د راکړې ورکړې امر هم کړی، خو اوکرایینیان یې له منلو انکار کوي.
د دونباس په سېوروډونڅک ښار کې بیا سخته جګړه او د روسیې پرله پسې بمبارۍ دوام لري.
لوهانسک سیمې لپاره د اوکرایین د حکومت والي سېرهي هایدای ويلي اوکراییني ځواکونه لا هم د دغه ښار پر صنعتي حوزه او پر ازوت کیمیاوي بټۍ کنټرول لري.
خو رپوټونه وايي د روسي ځواکونو د پرله پسې بریدونو له کبله دې بټۍ کې اور لګېدلی دی.

 

%d bloggers like this: