روسیه وايي د اوکراین د لوهانسک ښار ۹۷ سلنه برخه مو نیولې

روسیې د سه شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د اوکراین په ختیځ کې یې د لوهانسک ښار کابو ټولې برخې نیولي دي.
د اوکراین پر ختیځو برخو له څو اوونیو بریدونو وروسته، د روسیې دفاع وزیر سرګي شایګي وویل پوځيانو یې د لوهانسک ښار پر ۹۷ سلنه برخه کنټرول خپل کړی دی.
خو اوکرایني چارواکي وايي‌ د هغوی ځواکونه د سیویرودونڅک سیمې د مهم صنعتي ښار په سړکونو کې له روسي ځواکونو سره په سخته جګړه کې دي.
روسیي ځواکونه په داسې حال کې د اوکراین په ختیځ کې د دونباس په سیمه کې د پرمختګ ادعا کوي چې یادو ځواکونو د تیرو دریو میاشتو نظامي عملیاتو په ترځ کې ونکړای شول پلازمینه کیف ونیسي او یا هم د ولادمیر زیلنسکي واکمني نسکوره کړي.
د سیویرودونتځک ښار جګړه مسکو ته پر ټول لوهانسک ولایت د کنټرول د خپلولو لپاره مهمه ده. روسي ځواکونو یوه اوونۍ وړاندې د یاد ښار ۷۰ سلنه برخه نیولې وه خو اوکرایني ځواکونو وکړای شول چې روسي ځواکونه بیرته په شاه وتمبوي.
دواړه روسیه او اوکراین ادعا کوي چې مخالف لورو ته یې پراخه مرګژوله اوړلې ده.
د روسیې دفاع وزیر همدارنګه ویلي دي چې ځواکونو یې د پوپاسنا ښارګوټي په طرف هم پرمختګ کړی دی او په سیمه کې یې لیمن او سفیاتوهرسک ښارونو په ګډون ۱۵ نور ښارونه نیولي‌ دي.
دغه جګپوړي روسي نظامي چارواکي وویل چې په تیرو پنځو ورځو کې د ۱۲۶ پوځيانو په ګډون د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه تر اوسه پورې ۶۴۸۹ اوکرایني ځواکونه اسیران شوي دي.

%d bloggers like this: