جوبايډن:اوکراين ته يې د نويو راکټي سيستمونو پر چمتو کولو موافقه کړې

دامریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، اوکرایین ته به داسي عصري راکټي سسټم واستوي چې د دې هېواد ځواکونه له خپل هېواده پرې دفاع وکړي.
اوکرایین له ډېرې مودې راهیسې د دې وسلې غوښتنه کوله، چې له اوږده واټنه دښمن ځواکونه په کره ډول په نښه کولای شي.
امریکا تر اوسه له دې ډاره اوکرایین ته د دې وسلو له ورکولو ډډه کوله، چې ښايي دا ډول راکټونه په روسیه کې دننه د هدفونو په نښه کولو لپاره وکارول شي.
خو د چارشنبې پر ورځ بایډن وویل د دې وسلې له مرستې سره به په خبرو کې د کیېف دریځ پیاوړی شي او زیات امکان به پیدا شي چې د کشالې لپاره دیپلوماتیک حل راپیدا شي.د یادونې ده، چې دا سسټم په یوه وخت څو کره په نښه شوي توغندي ولي چې تر ۷۰ کیلومتره پورې واټن په نښه کولای شي.
دا د واټن د هغو توپونو او راکټونو په پرتله چې اوسمهال یې اوکرایین کاروي، څو برابره لېرې او په کره توګه هدف په نښه کولای شي.
د یادونې ده، تېره اونۍ د اوکرایین پوځ مشر ویلي و دغه ډول راکټي سسټم به د روسیې له توغندیزونو بریدونو سره مقابله کې د خورا اهمیت وړ وي.

%d bloggers like this: