ښځينه سوداګرولخوا دلويې جرګې په حېمه کې نندارتون جوړيږي

د افغان د ښځو شبکه وايي، د ښځو د سوداګرۍ د ودې لپاره په نېږدې ورځو کې د لویې جرګې په خیمه کې یو لوی نندارتون جوړېږي.
د دې شبکې مشرې ممتاز یوسفزۍ وویل، چې دا نندارتون د غبرګولي میاشتې په ۱۵مه د افغان سوداګرو د ټولنې لخوا جوړېږي.
نوموړې زیاته کړه چې د دې نندارتون د جوړېدو هدف د افغان ښځینه سوداګرو تولیداتو او محصولاتو ته بازارموندنه ده چې ډېرې سوداګرې مېرمنې به پکې ګډون وکړي.
د یادونې ده چې تر دې مخکې د افغان ښځو شبکې ویلي وو، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د ښځینه سوداګرو د محصولاتو او تولیداتو لپاره په افغانستان کې بازار نشته او له دې امله دا سوداګرې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

 

%d bloggers like this: