مرکزي بانک: ډېر ژر هېواد کې متعارفه بانکداري پر اسلامي بانکدارۍ تبدیلېږي

طالبان وايي، په افغانستان کې به ژر اوسنی بانکي سیستم په اسلامي بانکدارۍ بدل کړي. خو ځینې اقتصادي کارپوهان وايي، دا پریکړه اسانه نه ده او پر عملي کېدو یې شک کوي.

د افغانستان بانک دویم مرستیال عبدالقدیر احمد یکشنبه د دغه بانک د شرعي بورډ په ناسته کې ټینګار کړی چې په هېواد کې اسلامي بانکداري مخ پر ودې او پراخېدونکې ده.

نوموړی وایي، پر دې کار روان دی چې اوسنی بانکي سیستم په اسلامي بانکدارۍ بدل شي او له دې سره د ده په وینا دغه بانکداري به تر پخوا پراخه شي.

ښاغلی احمد وايي، “په غونډه کې د اسلامي بانکدارۍ د نظام په اړه او د دې د پلي کولو په اړه هر اړخيزه بحث وشو. د اسلامي بانکداري نظام په پرمختللو هېوادونو کې عملي دی، همدارنګه په افغانسان کې به هم د اسلامي بانکدارۍ نظام په تدريجي شکل سره چې دا يو ډول يو اوږدمهاله پروسه ده تر سره کېږي”.

دا اعلان داسې مهال کیږي چې د ځینو په وینا د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لا هم بانکونه له مالي ستونزو سره مخامخ دي او عادي حالت ته نه دي ستانه شوي.

په افغانستان کې د نړیوالو فشارونو له کبله هم د دې هېواد د بانکونو فعالیت ټکنی او کارونه یې کم شوې دي.

په افغانستان کې له وړاندې یو اسلامي بانک شته او ځیني نور بانکونه هم د پېژندل شویو فعالیتونو ترڅنګ د اسلامي بانکدارۍ په نوم ځانګړي فعالیتونه کوي.

ر

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

خو یو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باوري دي چې په اوسنیو شرایطو کې بانکونه په اسانۍ نه شي کولی چې خپلواک فعالیتونه وکړي او اړ دي چې په سعودي فعالیتونو ولاړو بانکونو سره اړیکې او ګډ فعالیتونه ولري.

د اقتصادي چارو کارپوه رحمت الله نوروز وايي، “په اوسني عصر کې دا به تقريبا ناممکن وي چې سل سلنه اسلامي بانکداري ولرو، دليل دا دی چې د ټولې نړۍ بانکي سيستم د سود او کرېډټ په سيستم روان دی. که په افغانستان کې موږ کرېډټ سيستم ختم او اسلامي ماډل پلي کړو بايد موږ په دې اړه ډېر احتياط وکړو چې زموږ بانکي سيستم نسکور نشي، ځکه يو ځل ماډل بدلول اسانه کار نه دي.”

یو شمېر نور کارپوهان بیا وايي، اسلامي بانکداري ځانګړی ظرفیت غواړي چې د دوی په وینا په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان بانک د بانکونو نظام بدلولو علمي ظرفیت نه لري.

د دوی په باور طالبان له ځینو هغو اسلامي هېوادونو سره هم نږدې اړیکې نه لري چې کوای شي د دغه پرېکړې عملي کولو کې ګټورې مشورې وکړي

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading