د طالبانو مخالفو سیاسي مشرانو هېواد ته د بېرته ستنېدو او “جرګې” رابللو طرحه رد کړه

د افغانستان نجات لپاره د ملي مقاومت شورا په نامه سیاسي بهیر د طالبانو له لوري د “جرګې” د جوړېدو ممکنه طرحه او هېواد ته د سیاسي شخصیتونو د ستنولو کمیسیون رد کړي دي.

دې شورا د طالبان حکومت لخوا پلان شوې “جرګه” چې طالبان یې د افغانانو مجمع بولي، “تش په نامه لویه جرګه” بللې ده.

د افغانستان نجات لپاره د ملي مقاومت شورا یوه اعلامیه کې چې د پنجشنبې پر ورځ خپره شوې، د دې جرګې جوړولو او هېواد ته د سیاسونو د ستنولو دواړه هڅې د ولس ټولیز شعور او سیاسي شخصیتونو ته سپکاوی بللی او دا د طالبانو (جنایتونو) کې یې د دوی شریکولو هڅه ګڼلې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، دا بل لور ته د نړیوالو د پام اړولو یوه هڅه ده، چې دوی یې په کلکه ردوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګونه نه دی ښودلی.

په دې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د “انتقالي حکومت” رامنځته کولو او “ټولټاکنو” له لارې د افغانستان له کشالې د وتلو لپاره رښتینې لار غوره کړي.

د یادونې ده، چې طالبانو د تېرې اپریل میاشتې په وروستیو کې د ” افغانانو یوې مجمع” رابللو خبره وکړه.

د افغان رسنیو په وینا طالبانو د دې “مجمعې” لپاره مشخص نوم نه دی یاد کړی، خو د اټکل له مخې ویل شوي، داسې ګومان کېږي چې دا به د لویې جرګې په بڼه یوه غونډه وي.

طالبانو دغه راز د مارچ میاشتې په نیمايي کې له افغان سیاسي شخصیتونو سره د اړیکو ټینګولو او هېواد ته ستنېدو ته د هغوی هڅونې لپاره د یوه کمېسیون جوړولو خبره هم وکړه.

د طالبانو کابینې په غونډه کې د دې کمېسیون جوړلو پرېکړه وشوه، چې هدف یې له هغو مخالفو سیاسي څېرو سره د اړیکو ټینګول بلل کېږي چې ډېری یې پر کابل د طالبانو له کنټرول وروسته له هېواده وتلي دي.

د طالبانو حکومت کې د معادن او پیټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور ته د دې کمېسیون مشرتابه چارې سپارل شوې دي.

بل لور همدا تېره اونۍ د ترکیې په انقره کې یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونو د افغانستان نجات عالي شورا په نامه یو سیاسي بهیر رامنځته کړ، چې د طالبانو یو شمېر مخالف افغان سیاسیون پکې شامل دي او اوس یې د طالبانو له دې وروستیو اقداماتو سره مخالفت څرګند کړی.

د یوې سرچینې په وینا په دې بهیر کې د حزب اتحاد اسلامي مشر عبدرب رسول سیاف، د جنبش ملي ګوند او پخواني افغان ولسمشر مرستیال عبدالرشید دوستم، وحدت اسلامي حزب مشر محمد محقق، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور، د ملي شورا پخوانی مشر میررحمان رحماني، د ننګرهار یو پخواني جهادي قومندان حضرت علي، په لندن کې پخوانی افغان سفیر احمد ولي مسعود، د افغان ولسمشر پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني د دې بهیر په تاسیس غونډه کې ګډون کړی و.

سیاسي څېرې

د عکس سرچینه،SM

هغې غونډې کې پخواني جهادي قومندان محمد اسماعیل او د بهرنیو چارو پخواني افغان وزیر صلاح الدین رباني خپل استازي استولي وو.

ویل کېږي، غونډه د عبدالرشید دستم په کوربتوب جوړه شوې وه، چې په ترڅ کې یې د طالبانو لپاره د “بدیل جوړښت” پر رامنځته کولو هم هوکړه شوې.

دهغې غونډې یوه ګډونوال حضرت عالي له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې ویلي و، چې افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي او له طالبانو سره د خبرو لپاره یې ۲۵ کسیزه شورا جوړه کړې

  • نور سعید

  • بي بي سي

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading