Site icon

د تېر کال په پرتله ننګرهار په کانال کې د هندواڼو حاصلات زيات شوي

Advertisements

د ننګرهار کانال رياست مسوولين وايي د کانال ځمکه به سږکال ۱۶ زره ټنه هندواڼو حاصل ورکړي. په همدې حال کې د يادو ځمکو قرارداديان بيا د وچکالۍ او ځينو نورو لاملونو له مخې له سږنيو حاصلاتو خوښ نه دي.د هندواڼو په موسم کې په کار بوخت خلک بيا خوشحاله دي، چې بهرنيو هېوادونو ته د کار په لټه له تګ څخه راګرځول شوي او په کور دننه ورته د کار زمينه برابره شوې ده.

حکومتي مسوولين د تېر په پرتله د کانال په ځمکه د کرل شویوهندواڼو د حاصلاتو د زياتوالي، خو قرارداديان يې بيا د کمښت خبره کوي.  د ننګرهار کانال رياست د ځمکو قرارداديان وچکالۍ، د منظمو اوبو نشتوالی او د کیمیاوي سرې د بیو لوړيدل هغه څه بولي، چې د تېر په پرتله يې حاصلاتو کې کموالی راوستی دی‌. دوی همداراز د يادو ستونزو د حل ترڅنګ له حکومتي مسوولينو غواړي، چې د هندواڼو لپاره دې د مناسب بازار د پيدا کېدو ترڅنګ له هېواده بهر د هندواڼو صادريدو ته هم زمينه برابره کړي.

د هندواڼو په موسم کې په کار بوخت خلک بيا خوښ دي، چې له هېواده بهر ته د کار په لټه له تګ څخه راګرځول شوي او په کور دننه ورته د کار زمينه برابره شوې ده. بلخوا دهندواڼو پلورونکي وايي، له بهرنیو او ګاونډیو هیوادونو په خلاص مټ هېواد ته دهندواڼو واردېدل او بهر ته د هندواڼو په صادریدو کې د خنډونو رامنځته کېدل هغه څه دي، چې په دغه کاروبار يې منفي اغیزه کړې.

د ننګرهار کانال ریيس وايي د دوی د رياست اړوند د څلورو فارمونو په ۳ زره جريبه ځمکه باندې هندواڼې کرل شوي، چې شپاړلس زره ټنه حاصل به ورکړي او له درکه به يې ميليونونه افغانۍ عوايد ترلاسه شي.

هېره دې نه وي، چې په ننګرهار کې د دولتي ځمکو ترڅنګ هر کال د هندواڼو په موسم کې يوشمير کروندګر هم پر خپلو ځمکو هندواڼی کري، خو د حاصلاتو د ټولولو پرمهال د مناسب بازار له نشتوالي سر ټکوي.

Exit mobile version