د هندواڼو په موسم کې په کار بوخت خلک بيا خوښ دي، چې له هېواده بهر ته د کار په لټه له تګ څخه راګرځول شوي او په کور دننه ورته د کار زمينه برابره شوې ده. بلخوا دهندواڼو پلورونکي وايي، له بهرنیو او ګاونډیو هیوادونو په خلاص مټ هېواد ته دهندواڼو واردېدل او بهر ته د هندواڼو په صادریدو کې د خنډونو رامنځته کېدل هغه څه دي، چې په دغه کاروبار يې منفي اغیزه کړې.
د ننګرهار کانال ریيس وايي د دوی د رياست اړوند د څلورو فارمونو په ۳ زره جريبه ځمکه باندې هندواڼې کرل شوي، چې شپاړلس زره ټنه حاصل به ورکړي او له درکه به يې ميليونونه افغانۍ عوايد ترلاسه شي.
هېره دې نه وي، چې په ننګرهار کې د دولتي ځمکو ترڅنګ هر کال د هندواڼو په موسم کې يوشمير کروندګر هم پر خپلو ځمکو هندواڼی کري، خو د حاصلاتو د ټولولو پرمهال د مناسب بازار له نشتوالي سر ټکوي.
You must be logged in to post a comment.