یو میلیون افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ کېږي

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو له ماشومانود ملاتړ صندوق یا یونسیف په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي ددې احتمال شته چې په افغانستان کې تر یو میلیون ډېر ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

سرچینه کاږي په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت د ماشومانو او کورنیو پر حالت مستقیم اغېز کړی دی او اټکل کېږي چې روان کال به ۱.۱ میلیون افغان ماشومان له خورا سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

دا هغه ماشومان ښودل شوي چې عمرونه یې له پنځو کلونو ټيټ دي.

یونسیف وایي دا شمېره د تېرو کلونو په پرتله څو برابره ډېروالی ښيي.

یونسیف همدا راز زیاته کړې چې د نړیوالو بشردوستانه مرستو تر یوه حده د خوړو د کمښت ستونزه حل کړه خو په افغانستان کې خلک لا ډېرو مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لري چې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

Translate »
%d bloggers like this: