ټولګټو چارو وزارت: په ټول هېواد کې امنیت د ډاډ وړ دی

د ټولګټو چارو وزارت:په ټول هېواد کې امنیت د ډاډ وړدی
د افغانستان اسلامي امارت وایي نړیوال بانک اسیایي پراختیایي بانک او اسلامي پراختیایي بانک دې په دې هیواد کې خپلو نیمګړو پروژو بشپړولو کې اقدام وکړي .
دا غوښتنه د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت تخنیکي مرستیال د چهارشنبې په ورځ د حکومت د رسنیو په دفتر کې د یوې خبري ناستې پرمهال وکړه .
د ټولګټو چارو وزارت تخنیکي مرستیال ډاډ ورکوي چې اوس په ټول افغانستان کې امنیت د ډاډ وړدی او فساد هم په بشړه توګه ختم شوی دی .
په دې ناسته کې د ټولګتو چارو وزارت ویاند وویل په ډېری ولایتونو کې د ۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، ۹۱۲ کیلومتره سړکونه، ۹۲۲ متره پلونه، ۲۳۰ پلچکونه، یو شمېر استنادي دېوالونه او د اوبو مسیرونه ترمیم، پاک کاري او بیا رغول شوي دي.
نوموړي په دې خبري ناسته کې د کابل- کندهار لویې لارې د ۶۵ کیلومتره سړک میلینګ کاري؛ د قلات- شینکۍ سړک داغ ګیري، د شمالي او جنوبي سالنګ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې ترمیم او د کابل- میدان ښار د ۸ کیلومتره سړک ترمیم، د دغه وزارت له عمده فعالیتونو څخه یاد کړل .

Translate »
%d bloggers like this: