کندهارکې د۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت جمنازيم جوړشو
په کندهار ولایت کې د لوبو یو جمنازیم جوړ او رسما پرانیستل شو .
په دې موخه د پرانیستې مراسمو کې د کندهار ولایت ګڼ شمیر ورزشکارانو چارواکو او فدارسیونونو برخه اخیستې وه .
مسولین وایي په دې جمنازییم باندې پنځوس میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی او دا په کندهار ولایت کې د ورزش په ډګر کې یوه لویه لاسته راوړنه بولي .
سرچینې زیاتوي په دې جمنازیم کې دوه زره ننداره چیان د لوبو کتلو لپاره ځایدلی شي .
ددې جمنازیم د پرانیستې په مراسمو کې ورزشکارانو بیلابیل مهارتونه هم نندارې ته وړاندې کړل .
لوبغاړو رسنیو سره په خبرو کې ددې جمنازیم په پرانیستلو خوښي وښوده او وویل چې پدې سره به دوۍ ته لا ډیرې اسانتیاوې رامځته شي .
دلته راغلي ورزشکاران د یو شمیر مشکلاتو یاده کوي خو وه یې نه ویل چې څه ډول مشکلاتو سره په دغه ولایت کې مخ دي خو دومره یې وویل چې د پخوا په پرتله یې اوس مشکلات ژر حلیږي .