ا.ا.ا : د مس عینک کان د استخراج چارې پیل ته نږدې شوي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د چینایانو له خوا د مس عینک کان د استخراج چارې پیل ته نږدې شوي دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د چینایانو له خوا د مس عینک کان د استخراج چارې پیل ته نږدې شوي دي.

دا وزارت وايي، چې له ام سي سي چینایۍ کمپنۍ سره د افغانستان د مسو د تر ټولو لوی کان مس عینک د استخراج په اړه خبرې په وروستیو پړاوونو کې دي.

د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون په خپله غونډه کې یوې کمېټې ته دنده وسپارله چې د مس عینک د تړون د تخنیکي اړخونو بیا ارزونه وکړي.

ارګ په یوه خپور کړي بیان کې ویلي په اقتصادي کمېسیون کې د کانونو او پټرولیم، مالیې، صنعت او تجارت او د ښارجوړونې وزارتونو له استازو یوه جوړه کمېټه موظفه شوه چې دا قرارداد په تفصیل سره وڅېړي او نتیجه یې کمېسیون ته وړاندې کړي.

سرچینه همدا راز زیاتوي د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې تر مفصلو بحثونو وروسته برښنا شرکت ته اجازه ورکړل شوه، څو له قراردادي شرکتونو سره د برښنا شرکت د غیر اختیاري پروژو شوي قراردادونه فسخه، تجهیزات دې ترې تسلیم او پوره حفاظت یې دې وکړل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان وایي، چې د مس عینک په اړه د دواړو هېوادونو د ټیمونو په خبرو کې پرمختګ شوی.

د کانونو او پټرولیم وزارت مخکې ویلي وو، چې اوسمهال د افغانستان د نږدې یونیم سلو متوسطو کانونو استخراج روان دی چې ورسره یې د حکومت عواید هم زیات شوي دي.

د یادونې وړ ده چې ایم سي سي کمپنۍ په ۲۰۰۷ کال کې له پخواني جمهوري دولت سره د مس عینک د کان په قرارداد کې منلي وه، چې افغانستان ته به د کال له ۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیون ډالرو پورې عواید ورکوي او همداراز د اړتیاوړ عامه تاسیسات لکه د اورګاډي پټلۍ، سړکونه او برېښناکوټونه به جوړوي.

Translate »
%d bloggers like this: