د کابل اوسيدونکې د بيو له لوړوالي شکايت کوي
ښاریان په داسې حال کې بیو د لوړوالي خبره کوي چې د کابل ښار په ځینو نانوایيګانو کې د ډوډۍ وزن د ښاروالۍ له خوا له ټاکل شوي نرخه شاوخوا درې سلنه کم دی، خو غوښه شاوخوا شل سلنه له ټاکلي نرخه په لوړه بیه پلورل کېږي.
دغلته نانوایيګان بیا وایي په ډېرې سختۍ سره خپل لګښت پوره کوي؛ ځکه چې د اوړو او ګاز بيې لوړې دي.
په همدې حال کې د کابل ښاروالي وایي چې د ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم رياست په کابل ښار کې هره ورځ له ټاکلې نرخنامې او د توکو له کميت او کيفيت څخه څار کوي او ټول هټۍوال مکلف دي چې له ټاکلې نرخنامې پيروي وکړي.
کابل ښار کې په ځینو نانوایيګانو کې د ډوډۍ وزن د ښاروالۍ له خوا له ټاکل شوي نرخه شاوخوا درې سلنه کم دی، خو غوښه شاوخوا شل سلنه له ټاکلي نرخه په لوړه بیه پلورل کېږي.
پژواک خبري اژانس د کابل ښاروالۍ د استازو په ملتیا د کابل ښار د پنځمې، دویمې او څلورمې ناحیو اړوند سیمو کې په نانوایيګانو کې د ډوډۍ وزن او په قصابیو کې د غوښې بیې وپوښتې او له مخې یې یاده ارزونه وشوه.
کابل ښاروالۍ تېره اونۍ د لومړنیو توکو لپاره نوې بیې وټاکلې چې له مخې یې باید د لسو افغانیو یوه ډوډۍ ۱۳۵ ګرامه وزن ولري، د پسه یوه کیلو غوښه په ۵۰۰ او د خوسي یوه کیلو غوښه په ۴۸۰ افغانۍ وپلورل شي، خو ځیني کسان له ټاکل شوو بیو سرغړونه کوي.
دغلته نانوایيګان وایي په ډېرې سختۍ سره خپل لګښت پوره کوي؛ ځکه چې د اوړو او ګاز بيې لوړې دي.
دوۍ له کابل ښاروالۍ د اوړو او ګازو د بیو د کنټرولولو غوښتنه کوي .
په همدې حال کې د کابل ښاروالي وایي چې د ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم رياست په کابل ښار کې هره ورځ له ټاکلې نرخنامې او د توکو له کميت او کيفيت څخه څار کوي.
د بارکزي په وينا، د کابل ښاروالۍ نرخنامه د اصنافو له مشرانو سره په همغږۍ جوړه شوې او بیې په غور سره ټاکل شوي دي.
د کابل ښاروالۍ وياند يو ځل بيا ټينګار کوي چې ټول هټۍوال مکلف دي چې له ټاکلې نرخنامې پيروي وکړي.
د ده په وینا چې د متخلف هټۍ تړل کېږي او د قانون منګلو ته به سپارل کېږي.