ننګرهار کې ۱۱ کانونو رسماً کېندنې پیل کړي

چارواکي وایي په ننګرهار ولایت کې د نفرايټو ۱۱ کانونو رسماً کېندنې پیل شوې.
د ننګرهار ولایت مرستیال وایي ددې کانونو قراردادونه او کیندنې په کامې او ګوشتې ولسواليو کې پیل شوې.
د کانونو رئيس بیا چې د شوکاڼي د کيندنو چارې هم پیل شوي او په کې زرګونه کسان په مستقيم او غير مستقيم ډول په کار بوخت شوي دي.
بله خوا قومي مشران د کانونو په مسلکي ډول کېندلو غوښتنه کوي.
چارواکي وایي په ننګرهار ولایت کې د نفرايټو ۱۱ کانونو رسماً کېندنې پیل شوې.
ددې کانونو قراردادونه او کیندنې په کامې او ګوشتې ولسواليو کې له پنځه سوه زرو څخه تر پنځه ميليونه او اووه سوه زره افغانيو په ارزښت پیل شوې.
د ننګرهار چارواکو قراردادي شرکتونو ته په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ او امنيت تامين ډاډ ورکړ.
د ننګرهار ولایت مرستیال زیاتوي چې په دې کانونو کې زرګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده او ډاډ يې څرګند کړ چې په دې ولايت کې به سوداګرو ته د کانونو په برخه کې پانګونې په موخه لا ښه سهولتونه او زمينې برابرې شي.
د کانونو رئيس بیا وایي چې قراردادونه افغاني شرکتونو سره شوي او هر کان کې تر پنځوس کسانو پورې د کار زمينه برابره شوې ده.
مفتي عبدالحميد وایي چې د شوکاڼي د کيندنو چارې هم پیل شوي او په کې زرګونه کسان په مستقيم او غير مستقيم ډول په کار بوخت شوي دي.
د کامې ولسوال د يادو کانونو او کېندونکو د امنيت په ټینګښت کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
قومي مشر ملک جهانزيب د کانونو په مسلکي ډول کېندلو غوښتنه وکړه او خوښي يې وښوده چې خلکو ته په کې د کار زمينه برابره شوه.

Translate »
%d bloggers like this: