امريکا د نجونو ښوونځيو له کبله پر طالبانو سختې نيوکې کړي
امريکا ويلي دي چې د نجونو ښوونځيو د تړل پاتيدو پريکړه د طالبانو هغو هڅو ته زيان رسوي چې له نړيوالو سره د تعامل له پاره یې کوي. ترکیې هم په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د نه پرانستلو پر تصميم خواشيني څرګنده کړې ده.
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د چهار شنبې په ورځ په دې اړه وويل: «د طالبانو دا پريکړه به که چېرې يې ژر بیرته وانخلي، افغان ولس، د اقتصادي ودې په اړه د هغوی ليدلوري او همدا راز له نړيوالو سره د اړيکو د ښه کولو د طالبانو هڅو ته زيان ورسوي.»
بلينکن ټینګار وکړ چې زده کړو ته لاس رسی يو بشري حق دی او امريکا متحده ایالات د افغان نجونو او د هغو د کورنيو ترڅنګ ولاړ دي چې تعليم ته د ټولنې او اقتصاد د ودې او پرمختګ د لارې په توګه ګوري.
د ترکیې غبرګون
ترکیې هم د نجونو د ښوونځیو د تړلو د طالبانو پريکړه غندلې ده او پر دغي ډله یې غږ کړی دی چې د افغانستان ټولو نجونو ته دې د زده کړو اجازه ور کړي.
د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې زده کړو ته د ټولو محصلينو او شاګردانو لاس رسی چې نجونې هم پکې شاملې دي، د افغان ولس هيله ده او دا چې دوی د طالبانو دغه پريکړه غندي.
په دې اعلاميه کې راغلي دي: «موږ د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کوو چې تر هر څه لومړی د افغانستان د ولس د ګټو په خاطر ژر تر ژره د هر سن نجونو ته په هر اړخیزه کچه د زده کړو اجازه ورکړي او ټینګار کوو چې موږ به په دې سختو ورځو کې د افغان ولس ترڅنګ ودريږو.».
طالبانو د خپلو ژمنو برعکس پرون، چهارشنبه ښوونځي ته د نجونو د تلو مخه نيولې ده او ویلي یې دي چې ښوونځي به تر بل امر پورې تړلي وي.