د طالبانو مخالفې ډلې په کندز کې د واکسيناتورانو په وژلو کې لاس لرل رد کړل

په افغانستان کې د «ملي مقاومت جبهې» په نوم د طالبانو مخالفې ډلې د يکشنبې په ورځ د طالبانو هغه ادعا رد کړه چې غړو يې په کندز کې د پولیو واکسيناتوران وژلي وي. په کندز کې د فبروري په ۲۴مه ۷ واکسیناتوران وژل شوي ول.

پولیس وايي چې دوی د دغو قتلونو په تړاو د مقاومت جبهې دوه غړي نيولي دي. زياته شوې ده چې د پولیو واکسيناتوران په مختلفو بریدونو کې داسې وخت چې هغوی کور په کور واکسین کاوه، وژل شوي دي.

په کندز کې د پولیسو ویاند، قاري عبیدالله عابدي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «نیول شوو سړیانو پر خپل جرم اعتراف کړی او ويلي يې دي چې دوی د پولیو واکسيناتوران وروسته له هغې ووژل چې په دغه ولایت کې يې د مقاومت جبهې له مشرانو څخه امرونه ترلاسه کړل.»

ویاند زیاته کړه، نیول شوو کسانو پر دې هم اعتراف کړی چې د قتلونو له پاره ورته «پیسې ورکړل شوې» دي.

خو د طالبانو مخالفه ډله بیا د طالبانو دغه خبره ردوي او دا د هغوی پروپاګند ګڼي.

د جبهې وياند، علي نظري د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د مقاومت ملي جبهه د حملې سازمان ورکول ردوي او موږ پوره باور لرو چې دغه کار طالبانو او یا د هغوی تروریستي شریکاونو ترسره کړی دی.»

د ویلو ده چې د فبرورۍ په ۲۴مه په مجموعي توګه ۸ واکسیناتوران وژل شوي ول چې ۷ يې په کندز او یو بل په تخار ولایت کې وژل شوی وو.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو ناروغي په کې موجوده ده.

Translate »
%d bloggers like this: