طالبان: کندوز کې د واکسیناتورانو د وژلو په تړاو څلور کسان نیول شوي

ه کندوز ولایت کې طالب چارواکي وايي ۴ تنه یې په دې ولایت کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ پر ضد واکسین کولو کمپاین د ۷ تنو کارکوونکو د وژلو په تړاو نیولي دي.

طالب چارواکي وايي نیول شویو کسانو د واکسیناتورانو او دوو طالبانو پر وژلو اعتراف کړی دی.

د بي بي سي خبریال چارلز هویلنډ وايي تراوسه پورې د ۴ کسانو د نیول کېدو خبر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی خو داسې تصویرونه خپاره شوي چې څلور کسان په کې لاس تړلي ښکاري او طالبانو ویلي دا هغه څلور کسان دي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پرضد د کمپاین ۷ کارکوونکي یې وژلي وو.

د نیول شویو کسانو له قوله ویل شوي، دوی ته لارښوونه شوې وه چې کندوز ولایت ته لاړ شي او هلته د پولیو واکسیناتوران ووژني.

Translate »
%d bloggers like this: