د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد: د افغانستان د ښځو حقوق خوندي دي
طالبان وایي، دوی د اسلام په چوکاټ کې ښځو ته حقوق ورکوي. دوی ژمنه کړې ده چې د نوي کال له پیله به د لېسو نجونو ته هم اجازه ورکړي چې زده کړې وکړي.
د کار په ارتباط طالبانو ویلي دي چې په ځینو برخو کې ښځې د کار حق لري په ځانګړي ډول د تعلیم او صحت په ډګرونو کې، خو د نړیوالو بشري حقونو د ډلو په وینا ښځې د نارینهوو په څېر باید په هر ډګر کې کار وکړي او څوک یې مخه ونه نیسي.