طالبان: د ښځو نړیواله ورځ د افغان ښځو له پاره ښه فرصت دی

Advertisements

غانستان سه شبنه د ښځو نړیواله ورځ په چوپتيا سره ولمانځله. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر افغان فعالان د طالبانو له لوري د نیول او توقیف کیدو څخه اندېښمن دي. خو طالبانو بیا دغه ورځ د ښځو د حقونو له پاره ښه فرصت بللی.

    

ه افغانستان کې سږکال د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ داسې وخت راځي چې په دغه هیواد کې د طالبانو په بيا واکمنیدو سره افغان میرمنې له ډېرو ټولنیزو فعالیتونو منع کړل شوي دي. ډېرو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د طالبانو د اعلان شوو قوانینو پر اساس نشي کولی له محرم پرته لرې سفرونه وکړي.

د افغان مېرمنو د یووالي او پيوستون له ډلې څخه یوې فعالې چې نه غواړي نوم يې خپور شي، وويل: «طالبانو له موږ څخه هم ځمکه او هم آسمان اخیستی دی.»

طالب چارواکو ژمنه کړې چې دوی د خپلې لومړنۍ دورې په پرتله چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې وه، اوس په خپل سیاست کې نرمښت راوستلی دی، خو د طالبانو له لورې پر خلکو باندې يو لړ محدودیتونه عملي کيږي، که طالبان هغه په ملي سطح نه کوي خو په سیمو کې ېې د ځايي چارواکو له خوا په خپله خوښه ترسره کيږي.

د بشري حقونو د څار له سازمان څخه مېرمن هیدر بار وايي: «که تاسو د نړۍ په هر ګوډ کې د ښځو حقونو ته پاملرنه کوئ، نو باید افغانستان ته په ډېر ژور الارم سره وګورئ.»

هغې د سه شنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا ټکان ورکوونکې ده چې وينو د تیرو شلو کلنو پرمختګونه څومره ژر بیرته لا لاسه ووتل او دا چې نړیوالې ټولنې د افغان مېرمنو تر څنګ د دریدلو له پاره څومره لږ اقدامات کړي دي.»

Afghanistan Kabul | Frauendemonstration

یو شمیر افغان میرمنې په کابل کې د اعتراضونو پر مهال ۲۰۲۱م کال د دسمبر ۱۶مه

په ابتدا کې يو شمیر افغان میرمنې د طالبانو د اعلان شوو محدودیتونو پر وړاندې په کلکه ودريدې، دوی وړې مظاهرې او اعتراضونه وکړل او خپل د تعلیم او کارکولو حقونو غوښتنه يې کوله.

خو طالبان ډير ژر د دغه ډول حرکتونو څخه ستړي شول چې حتی يو شمیر فعالې ښځې توقیف کړي، په داسې حال کې چې د هغوی له نیولو يې انکار هم کاوه.

د بشري حقونو ګڼ شمیر ډلو ادعا کړې ده چې طالبانو نيول شوې ښځې په زوره اعتراف کولو ته اړايستلي دي.

ډيری نیول شوې افغان مېرمنې له توقیف څخه تر آزادیدو وروسته چوپ شوي دي. که څه هم طالبانو د نیول شوو ښځو يوه ويډیو خپره کړه چې په هغې کې دغه مېرمنې وايي دوی له هیواده بهر د اعتراضونو ترسره کولو ته تشویق کیدې چې دا به وشي کړي په بهر کې د پناه غوښتنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

اما د بشر حقونو ګڼ شمیر ډلو ويلي دي چې په دغې ويډیو کې له ښځو څخه اعترافونه په زوره اخیستل شوي او دا يې د «یرغمل ويډیوګانې» بللي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبيح الله مجاهد د مارچ اتمه د ښځو نړيوالې ورځ په مناسبت ويلی دي چې دوی د افغان ښځو د حقونو دفاع کوي. مجاهد پر خپل ټويټر ليکلي دي: «د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی چې زموږ افغان مېرمنې په کې د خپلو مشروع حقونو غوښتنه وکړي.». مجاهد زیاته کړې: «اسلامي امارت د ټولو افغان ښځو د شرعي حقوقو ورکړې ته ځان ژمن بولي.»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي دي چې دوی د «شریعت په رڼا» کې د ښځو حقونو ته ژمن دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ويلي دي چې طالبان د اسلام دين په چوکاټ او د افغانستان د منل شویو دودونو په چوکاټ کې د افغان مېرمنو د کړاونو له پاره د حل لارو موندلو ته ژمن دي.طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې تر دوو لسیزو جګړو وروسته بیا په افغانستان کې واک ته ورسیدل او ډير ژر يې د ښځو د چارو وزارت لغوه او پر ځای يې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت جوړ کړ.

طالبانو تر اوسه په سیاسي بحثونو کې استدلال کړی دی چې دوی تازه له جګړې راوتلي دي او ټولو غوښتنو ته رسيدګي، وخت ته اړتیا لري.

کابل ته څیرمه د ملګرو ملتونو سازمان په یوه محوطه کې د یاد سازمان او افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې یو ګډ نندارتون جوړ کړی دی. دغه نندارتون چې د څلورو ديوالو په منځ کې جوړ شوی، پکې د افغان میرمنو په لاس جوړ شوي شیان نندارې ته ايښودل شوي دي.

۴۷ کلنې افغان سوداګرې طیبه مشعل وويل: «موږ هیله لرو چې هغه مېرمنې چې د امنيت په دليل ويريږي او په خپلو کورنو کې پټې دي، وشي کړای بیرته ټولنې ته راشي، خپل کارونو او فعالیتونه ته ادامه ورکړي.»

د یادې ادارې يوې افغان مېرمني وويل چې په افغانستان کې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د خلکو کومه لویه غونډه نه ده جوړه شوې. هغې وويل چې دغه کار دوی په ګډه نه شي کولی: «اوس هر څوک دغه ورځ په انفرادي توګه په خپلو کورنو کې لمانځي.

https://www.dw.com/ps/

Exit mobile version