اوکرايين دفاع وزارت: خارکيف ته نژدې روسی جنرال وژل شوی
د اوکرايين د دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد په ختيځ خارکيف ښار کې د جګړې پر مهال د روسيې د پوځ يو جګپوړی افسر وژل شوی دی.
د اوکرايين د دفاع وزارت په وينا، د روسيې پوځ د ۴۱ لوا مشر جنرال ويتالي ګراسيموف له يو شمېر نورو روسي افسرانو سره وژل شوی. روسيې تراوسه د دغه جګبوړي پوځي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي خو که داسې وي، ويتالي ګراسیموف به د روسيې د پوځ دويم قومندان وي چې د اوکرايين په جګړه کې وژل کېږي.
په عيني حال کې د اوکرايين پلازمېنې کيېف ته نژدې له ايرپين ښاره د ملکي وګړو د ايستلو علميات پيل شوي دي. دغه کسان د روسيې او اکرايين د چارواکو تر منځ د بشردوستانه لارو له جوړولو وروسته ايستل کېږي.
رويټرز خبري اژانس د کیېف ښاروال اويلکسي کولبا له خولې ویلي، ځايي وخت د سهار له ۹:۳۰ بجو راهيسې تر ۱۵۰ ډېر کسان ايستل شوي او په ورته وخت ايرپين کې هم عملیات روان دي.
چارواکي وايي له ملکي وګړو ډګ موټر د اوکرايين به جنوب کې پولتاوا ته روان دي.
په عیني حال کې د اوکرايين يو شمېر ښارونه د روسي ځواکونو له خوا تر سختو بمباريو لاندې دي او د ملکي وګړو د ايستلو له هڅو سره سره د ايستلو چارې له خنډ سره مخ دي.
داوکراييني چارواکو په وينا د سومي ښار په هغو لسو کسانو کې چې تېره شپه په دې ښار کې د روسيې په توغنديزو بريدونو کې وژل شوي یو شمېر ماشومان هم په کې شامل دي.
د اوکرايين دفاع وزارت په يوه بيان کې ویلي چې جنرال ګراسيموف له ۱۹۹۹ تر ۲۰۰۰ کال پورې د چيچنيا په دويمه جګړه، په سوريه کې د روسيې په پوځي عملياتو او همدارنګه په ۲۰۱۴ کال کې د کريميا د نيولو په جګړه کې هم برخه اخیستې وه.