د جانس هاپکینز د کروناویروس د منابعو د مرکز د معلوماتو په اساس دا مهال په نړۍ کې څه باندې ۴۴.۶ میلیون انسانان په دغه ویروس اخته شويدي.
سره له دې چې د کرونا ویروس ضد واکسینونه هم وتلي او میلیونونه کسان واکسین شوي دي، خو د دغه ویروس له خپرېدو راهېسې نژدې درې کاله کېږي.
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د ووهان په ایالت کې پیدا او ډېر ژر نورې نړۍ ته خپور شو چې ورسره کارونه او ژوند چارې ګډوډې شوې.
خو د ویروس له تولید وروسته د ډاکټرانو په وینا د کرونا له کبله د مړینې کچه پام وړ کمه شوې ده او ژوند هم د امریکا په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې عادي حالت ته ګرځېدلی او د کرونا له کبله لګول شوي بندیزونه هم یا ختم شوياو یا مخ په ختمېدو دي.