د دغه کمېټې د معلوماتو په اساس په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا نسبت تیر کال ته درې برابره زیاته شوې ده، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د غوښتل شوي مرستې ۸۰ سلنه تر دا مهاله لاسته نه ده راغلې.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې ګواښ کړی که چیري د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره اقدامات ونشي، د دغه هیواد اوسېدونکي به زیات اقتصادي زیان ووینې او ډېر وګړي به یې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان او د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي و چې د افغانستان شاوخوا ۲۳ میلیون وګړي چې د دغه هیواد د وګړو د نفوس نیمايي کیږي د سخت اقتصادي بحران او خوراکي موادو له نه خوندیتوب سره لاس او ګرېوان دي او یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.