Advertisements
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن د امريکا پارلمان کې په خپله دې وينا کې وويل چې «د ظلم او تیري پر وړاندې تل د آزادۍ بريا وي» او ولسشمر ولاديمير پوتين پر اوکراين «پلان شوی او پرته له کوم دليل» بريد کړی دی.
واک ته تر رسېدو وروسته ملت ته د خپلې دې لومړۍ وينا په پېل کې بایدن وويل چې امريکا له اوکراين سره اوږه په اوږه ولاړه ده. نوموړي پر پوتين سختې نيوکې وکړې او ویې ويل چې هغه د لوېديځ غبرګون سم نه دی درک کړی.
بايدن وويل چې پوتين دپيلوماتيکي هلې ځلې رد کړې ځکه په دې آند وو چې لویديځ او ناټو به ځواب نه ورکوي او فکر یې کړی وو چې هغه موږ په خپل کور کې سره ويشلی شي خو هغه ناسم ثابت شو. بايدن زياته کړه: «کله چې يو ديکتاتور [له خپلو کړنو] درس نه زده کوي نو بيا لا ډيره ګډوډي رامنځته کوي.»
د روسیې پر پروازونو بندیز
ولسمشر بايدن چې وينا یې له لاسونو په پړقيدو بدرګه کيدله وويل: «پوتين مو د مخکې په پرتله ډېر يوازې کړی دی او د متحدينو سره په ګډه مو پر روسیې سخت اقتصادي بندیزونه ولګول چې په پايله کې به یې د روسیې اقتصاد سخت زيانمن شي. د روسي پوځي مشرتابه اوس په ميلياردو ډالر نه شي ترلاسه کولی.»
د روسي ځواکونو پرمختګ
بایدن وويل چې «تاريخ به وښيي چې د پوتين اقداماتو روسيه کمروزې کړې، نن اروپا او لویديځ تر مخکې ډېر متحد دي او موږ له اوکراين سره ولاړ يو.» نوموړي زياته کړه: «زه اعلان کوم چې سر له نن ورځې موږ له خپلو متحدينو سره په ګډه خپل فضايي حدود د ټولو روسي پروازونو له پاره بندوو.»
خو هغه زياته کړه چې امريکايي پوځيان به په اوکراين کې له روسي ځواکونو سره په جګړه کې ښکيل نه شي.
اوکراين کې دمګړۍ څه تیريږي؟
په اوکراين کې د روانې جګړې په ترڅ کې پر جنوبي ښار خرسون د روسي ځواکونو د کنترول رپوټونه ورکړل شوي دي. د سيمه ایز تلویزيون له خوا په خپرې شوې يوې ويديو کې روسي زرې موټرې او عسکر د خرسون پر سړکونو ليدل کيږي.
خرسون له پلازمينې کيف څخه کابو ۲۵ کيلومتره لیرې دی. په دې منځ کې په کيف کې نن، چهار شنبه د هېواد پر تر ټولو ستر د تلویزيون پر برج راکټي بريد شوی چې په نتیجه کې یې پنځه کسان وژل شوي دي.
په خارکيف کې روسیې د برید په نتيجه کې د پوليسو ودانۍ اور اخیستی دی